د بادشاه زرين جان تلين

اکبر هوتي اېډوکېټ

د پښتو موسيقۍ يو لوے نوم بادشاه زرين جان چې په پورے هوتي مردان کښې د عبدالرحيم کره په 1942ء کښې پېدا شوې وه د جولا ئي په 25 نېټه 2012ء کښې د يوې اوږدې ناروغتيا نه پس په ګلبهار پېښور کښې د قريبا ً70 کالو په عمر کښې د دې دنيا نه رخصت شوه (په ګور يې نور شه ) بادشاه زرين جان د پښتو ژبې هغه سندر غاړې وه چې په ډېر کم عمر کښې د فن دنيا ته راووته او هغه وخت د هغې تعليم تر لسمه پورې وۀ چې په ښځو سندر غاړو کښې دا د ټولو زيات نصابي زده کړه وه بادشاه زرين جان ته دا اعزاز هم حاصل وۀ چې په هغه وخت کښې يې د کور نه د وتو جرات وکړو چې ډېرو کمو مېرمنو د فن دپاره Bacha Zarin Janکولې شو

د بادشاه زرين جان ټول ټبر د موسيقۍ د فن سره تړلے وۀ د دوئ پلار په خپله هم يو ښۀ طبله نواز وۀ بادشاه زرين جان خپله ابتدائي زده کړه د خپلې مشرې خور نه وکړه او بيا په باقاعده ډول يې نوره زده کړه د منير سرحدي پلار پزير ګل استاذ نه وکړه د بادشاه زرين جان تعلق د پورے هوتي مردان سره وۀ خو د ريډيو پاکستان پېښور او نورو اهمو پروګرامونو دپاره هغې په پېښور کښې استوګنه اختېار کړې وه ليکونکي ته 2007ء کښې د خداے بخښلې سره په يو ملاقات کښې هغې وئيلي وو چې کله مونږ پېښور ته راغلو نو مونږ په قېصه خوانۍ کښې وسيدو او په ټانګه کښې به ريډيو ته تلو هغه وخت به يې مونږ له د يو پروګرام 50 روپۍ راکولې هغې دا هم وئيلي وو چې د 1965ء او 1971ء په جنګونو کښې ما د وطن د دفاع سندرې وئيلي دي او دغه ټول د جنګ ورځې شپې مو په ريډيو پاکستان پېښور سټيشن کښې تېرې کړې دي هغه وخت صدر ايوب خان ما ته 20 زره روپۍ او يو سند هم راکړے وۀ

مونږ چې د بادشاه زرين جان دې خبرې ته سوچ وکړو چې هغې په 1965ء او 1971ء کښې د ملک دپاره د جنګونو سندرې وئېلې دي او په جنګي محاذ کښې يې لکه د يو بهادر سپاهي کردار ادا کړے دے خو چې بل خوا سوچ وکړو نو مېډم نورجهان چې د پنجاب سره تعلق ساتي هغې ته په دغه ملي سندرو بنګلې، موټرې او رنګ رنګ خطابونه ورکړے شو خو د بدنصيبې پښتونخوا بدنصيبې سندرغاړې ته د وسېدو دپاره کور قدرې هم ور نۀ کړے شو او هغه د ګلبهار په يو داسې کور کښې وسېده چې هلته خلق خپل څاروي ساتي او هم دغه ځاے کښې هغې سترګې پټې او ذرې ذرې د دې دنيا نه لاړه هغه چې د سندرو وئيلو وه نو د ملک نشرياتي ادارو يې د کور نه طوافونه کول او چې رنځوره او ضعيفه شوه نو هر چا ترې مخ واړوو هغې د پښتو موسيقۍ په عشق کښې د وادۀ سره جوړه هم په سر نه کړه او دغه ارمانونه يې هم د فن دپاره وسوزول خو د هغې په بدل کښې هغې ته هيڅ څۀ سرکاري او يا غېر سرکاري اعزاز ورنۀ کړے شو د قام د پخې غلامۍ نخښه هم دا وي چې هغوي خپل ملي مبارزين هېروي هغه خلق هېروي چا چې د وطن دپاره د خپل فن او صلاحيت نه کار اخستې وي

بادشاه زرين جان نۀ يوازې يوه سندرغاړې وه بلکې هغه يوه اداکاره هم وه هغې چې د ملک په ګوټ ګوټ کښې د پښتونخوا نمائندګي کړې ده هغې په هندوستان کښې هم د خپل فن څرګندونه کړې وه او د پښتو نه علاوه يې په اردو، هندکو، فارسۍ، پوټوهارۍ او سرائيکۍ کښې هم سندرې وئيلې دي او دا يې ثابته کړې ده چې د پښتونخوا هنرمند هره ژبه وئيلې شي هغې په محبوبه جلات خان او شېر عالم مېمونۍ ډرامو کښې د اداکارۍ هنر هم ښودلے دے هغه يوه زړه وره هنر منده وه او چې کله هم د پښتو موسيقۍ خبره کېږي نو د بادشاه زرين جان ذکر به ارومرو کېږي .. سرکار خو د هغې په ژوند د هغې د فن اعتراف و نۀ کړو خو پکار ده چې د هغې د مرګ نه پس د هغې په نوم داسې اداره جوړه کړي چې هنرمندان ترې هم زده کړه کوي نو دا به هم په څۀ نه څۀ ډول د بادشاه زرين جان د فن اعتراف وي

ارباز خان به لوى اختر ته “دشمني” وړاندې کوي

د پښتو فلمونو نامتو اداکار او ډائريکټر ارباز خان د خپل راروان فلم اعلان وکړو، د فلم نوم دشمني دى او د فلم ډائريکشن به په خپله ارباز خان ورکوي.Pashto Film Actor, Pashto Film Actress, Sobia Khan, Arbaz Khan

نوموړي وويل چې په وړوکي اختر زما فلمونو قسم او غدار ډېر بزنس وکړو او زما دعوي ده چې په لوى اختر کې به دشمني هم د ټولو نه مېدان وړي.

په دې فلم کې به مرکزي رولونه ارباز خان او جهانګير خان ترسره کوي.

 

 

 

ډائريکټر نادر خان به “مائي نېم از خان” جوړوي

په وړوکي اختر نندارې ته وړاندې شوي فلم بدعمله د کاميابۍ نه وروسته ډائريکټر حاجي نادر خان د خپل نوي پښتو فلم مائي نېم از خان جوړولو اعلان وکړو.Pashto Film Actor, Shahid Khan.

دا فلم به د لوى اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي، د دې فلم په ستورو کې شاهد خان، جهانګير خان، محمد حسېن سواتي، ببرک شاه، دعا قرېشي او شاه جهان خان شامل دي او د فلم جوړونکى شېخ اکرم دى.

 

 

 

صوبيه خان په فلم کې د کار کولو پېسې زياتې کړې

په پښتو فلمونو کې نوې راغلې ممثله صوبيه خان د کاميابۍ په پوړو روانه ده.

صوبيه خان په وړوکي اختر کې ريليز شوي فلمونو قسم او غدار کې نه هېرېدونکي رولونه ترسره کړل.Sobia Khan, Pashto Actress, Pashto Film Actress.

د نزدې ذرائع نه مالومه شوې چې د لوى اختر په ډېرو فلمونو کې ډائريکټرانو او فلمسازانو په خپلو فلمونو کې کاسټ کړې ده.

خو ياده دې وي چې صوبيه خان د وړوکي اختر له فلمونو نه وروسته په فلم کې د کار کولو خپلې پېسې زياتې کړې دي.

 

 

 

په راروان فلم کې مې جهانګير خان هم شامل دى، ارشد خان

 Jahangir Khan, Pashto Actor, Pashto Film Actor.

په وړوکي اختر نندارې ته وړاندې شوي فلم هر دم خېر زما د توقعاتو نه زياته کاميابي ترلاسه کړه او په سوات، مردان، پېښور او افغانستان کې يې نور فلمونه شاته پرېښودل. د دې خبرو څرګندونه د پښتو فلمونو ځوان ډائريکټر ارشد خان ميډيا سره په خبرو اترو کې وکړه. ده وويل چې زه د خوښونکو نه ډېره مننه کوم، چا چې زما نوى فلم هر دم خېر خوښ کړو او د کاميابۍ سند يې ورکړو، زه به تل هم دا کوشش کوم چې د خوښونکو د ذوق مطابق فلمونه جوړ کړم. نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د لوى اختر په فلم کې مې جهانګير خان هم شامل دى، د فلم په کيسه کار روان دى، چې کيسه پوره شي نو د نورو ستورو اعلان به هم وشي.

ماه نور بل پښتو فلم ترلاسه کړو

ممثلې ماه نور يو بل پښتو فلم ترلاسه کړو. ممثله ماه نور چې په وړوکي اختر يې د پښتو ژبې وړومبى فلم هر دم خېر نندارې ته وړاندې شو او اوس ډائريکټر ارشد خان په خپل راروان فلم کې د ممثل شاهد خان سره په مرکزي رول کې بيا واخسته، د فلم ريکارډنګ به ډېر زر پېل شي.

په دې هکله ماه نور وويل چې نن سبا پښتو فلمونه د فحاشۍ نه صفا جوړېږي، نو ځکه مې په پښتو فلمونو کې د کار کولو فېصله وکړه. نوموړې وويل چې هغه وخت لرې نه دى چې زما نوم به د پښتو فلمونو په مصروفه ممثلو کې شمار وي.

The WordPress.com Blog

The latest news on WordPress.com and the WordPress community.